fbpx

غني افغان او نړیوال پانګه ‌وال پانګونې ته وهڅول

ولسمشر غني افغان او نړیوال پانګه ‌وال په افغانستان کې ګڼو فرصتونو ته په کتو په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې حکومت به د دوی د پانګونو د خوندیتوب په ګډون ټولې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د جمهوري ریاست د معلوماتو پر اساس، ولسمشرغني دا خبرې تېره ورځ له غرمې مخکې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر کې د خصوصي سکتور استازو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

جمهور رئیس غني د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې د کانونو، برښنا، کرنې او نورو برخو کې شته ظرفیتونو ته په اشارې افغان او نړیوال پانګه‌وال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول.

محمد اشرف غني خصوصي سکتور د افغانستان د دولت هم شریک‌باڼی وباله او زیاته یې کړه، حکومت د مشارکت، پانګونې او فعالیت په موخه خصوصي سکتور ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

Loading...