fbpx

هلمند کې هوایي برید ۱۷ملکیان وژلي

 افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې تر ۳۰ زیاتو ملکي وګړو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پېښه تېره شپه د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د ځنځيري ډراب په سمیه کې رامنځ ته شوې.

ځايي اوسېدونکي وايي، د بهرنیو ځواکونو په دغه برید کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کوي، خو دا چې شمېر یې څومره دی په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، وژل شوي او ټپي کسان ټول د پنځو کورنیو غړي دي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د هلمند والي ياسين خان تاييدوي چې په یاده سیمه کې بمبار شوی او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

نوموړي ویلي وسله وال طالبان د یوه کور تر څنګ پټ شوي چې برید پرې شوی اوله امله يې د طالبانو تر څنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې حکومتي سرچینې وايي، په دغه برید کې ۱۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، ګډو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د یوه زندان او د هغوی د مرکزونو د لمنځه وړلو لپاره نظامي عملیات پيل کړي چې د طالبانو څو مرکزونه یې له منځه وړي او عملیات لاهم په سیمه کې دوام لري.

وسله والو طالبانو هم په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او په کې د ۲۳ ملکي وګړو د وژل کېدو پخلی کړی او وايي برید د اختر محمد په نوم د یوه کس په کور تر سره شوی دی.