fbpx

سل میله بېلابېلې وسلې د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شول

ننګرهار ملي امنیت ریاست چې په بېلابېلو وختونو کې یې د سولې پروسې سره د یو ځای شوو وسله والو طالبانو،د تسلیم شوو داعشیانو او عملیاتو پر مهال یې تر لاسه کړې ،نن د رسنیو پر وړاندې د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې .

د وسلو د سپارلو پر مهال د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل،د ملي امنیت ریاست منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو،تسلیم شوو داعشیانو او سولې پروسې سره یو ځای شوو وسله والو طالبانو څخه سل میله تر لاسه کړې وسلې په رسمي ډول د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارله .

نوموړي زیاته کړه، په دې وسلو کې یو میل دهشکه،یو میل پیکا،۷۲ میله کلاشینکوف،تفنګچې او یو شمیر نورې وسلې شاملي دي،چې د تېرو درې میاشتو په موده کې تر لاسه شوي دي .

په ختیځ کې د بې وسلې کولو یا ډایاک پروګرام مشر ډګروال غلام حسین صاحبزاده د ننګرهار ملي امنیت ریاست څخه مننه وکړه،چې په بېلابېلو وختونو کې یې تر لاسه کړې وسلې دوی ته وسپارلې او زیاته یې کړه،له یادو وسلو څخه به د ملي دفاع وزارت د لایحې له مخې د دې خاورې د دفاع په موخه استفاده وشي .

نوموړي زیاته کړه، په سږ کال کې د لغمان،کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه ۷۲۰ میله وسله را ټوله او د ملي دفاع وزارت ته یې سپارلې ده .