fbpx

د ۱۳۹۸ کال بودجې ولسي جرګې ته معرفي شوه

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجې طرحه د سناتورانو د نظریاتو له وړاندې کولو سره یو ځای ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ورمعرفي شوه.

دغه طرحه نن د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین عبدالله رقیبي له لوري ولسي جرګې ته ورمعرفي او ترې ویې غوښتل، چې د دولت د بودجه د تامین لپاره یې تصویب کړي.

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې له دې ډلې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ د دولت عادي لګښتونه او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې د پرمختیايي پروژو برخه ده.

د ۱۲۴ ملیارده پرمختیايي بودجې ۱۶ میلیارده یې اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري بودجه ده، چې د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو له خوا به ولګول شي.

له دغه بودجې څخه به آقینې بندر او اندخوی د ریل ګاډي پټلیۍ، د برېښنا رسونې پروژې، د سړکونو جوړول او د اوبو بندونو جوړولو لګښت ورکول کېږي.

Your SEO optimized title page contents