fbpx

ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله څېړل کېږي

د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو په نښته او د امنيتي ځواکونو به هوايي بمبارۍ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده، که څه هم د هلمند ولايت مقام د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو له سیمې څخه خبریال ډاټ کام ته خلکو ويلي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ (۳۰) کسان شهیدان شوي دي.

د يادې پېښې په اړه د هلمند ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې ويلي : ((د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پلان درلود، چې پر امنيتي ځواکونو قوي حملې وکړي، چې ددې حملو مخنيوي او د دښمن ځپلو په موخه ځانګړي عمليات په لاره اچول شوي دي. د دښمن سربېره هلته د نښتې پر مهال زموږ يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوله اوښتې ده، چې په هکله يې پلاوی ګومارل شوی او جدي دنده ورکول شوې، ترڅو دغه موضوع په هر اړخيزه توګه وڅېړي.))

خبرپاڼه زياتوي: ((هغه معلومات ، چې اوس په لاس راغلي په دغه سيمه کې چې پېښه رامنځته شوې، د دښمن د وسلو ډيپوګانو، موټربمونو او چاوديدونکو توکو هم شتون درلود، چې اوس دا مسله ګونګوي، چې آیا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د دښمن د چاوديدونکو توکو ، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ د نښتې او که د هوايي بريدونو له مخې اوښتې ده؟ چې په همدې اړه به جدي او حقیقت موندوونکي څېړنه ترسره او وروسته به په ډاګه شي.))

ولايت مقام وايي چې په دې پوځي عملیاتو کې يې وسلوالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، چې په وينا يې  د وسلوالو يو تن مهم قوماندان په ګډون (۱۶) تنه وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

ولايت مقام د يادې پېښې په اړه د جدي اقدامو خبر ورکوي او وايي څېړنې به پيل کړي.