fbpx

کندهار کې له کافي شاپونو (۵۰۰) قيلون چلمان راټول او مات سول

د کندهار د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په یوه تازه اقدام کې له کافي شاپونو او رسټورانتونو تر ۵۰۰ زیات قیلون چلمان راټول او مات کړل.

پولیس دا ګام وروسته له هغه اخلي، چي د کندهار خلکو امنیه قوماندان ته شکایت کړی وو، چي کم عمره ځوانانو دې نشې ته مخه کړې او ښوونځي يې ورڅخه پاته سوې .

د کندهار د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مرستیال سمونیار ذبیح الله وايي،  امنیه قوماندان تورنجنرال تادین ورته امر کړی، چي د یوه کمپاین په ترڅ کې ددې کار مخه ونیسي.

هغه زیاتوي، چې  تر (۵۰۰) زیات قیلون چلمونه له کافي شاپونو او رسټورانټونو ټول کړي او مات کړي يې دي.

دده په خبره، چي دا کمپاین يې به يې دوامداره وي او که په راتلونکي کې کومه سرغړونه تثبیت سوه، سرغړونکی به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.