fbpx

حکومت او طالبان د کابل د چاودنې په اړه بیللابیل نظرونه لري

د کابل په وخت د چهارشنبې په ماښام  د جلال آباد په څړک د څرخي پله پر استقامت د جې فور اس په نامه یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ مخي ته چاونه وشوه چې پکې د تلفاتو په اړه بیلا بیل رپوټونه ورکړل شوي دي.

افغان کورنیو چارو وزارت نطاق نجیب دانش وویل چې لږ تر لږه لس کسان په دغه موټر بم چاودنه او ورپسې تهاجمي برید کې وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

خو طالبان بیا دغه تلفات کم او په اصل کې تر دې هم ډير بولي.

د ډلي نطاق ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دغه موټر بم برید کې یې درانه تلفات اړولي دي.

جي فور اس سکیورټي ګروپ بریټانوۍ امنیتي کمپنۍ ده چې په بیلا بیلو هیوادنو کې پولیس ځواکونو ته قرار دادي روزنه ورکوي.

دغه ډله په افغانستان کې هم پولیس ځواکونو ته روزنه ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان په اړه په سویس کې د جوړي شوي غونډي په حاشیه کې وویل چې دا بریدد سولي پروسي ته  د طالبان نه ژمنیتا په ډاګه کوي او دوي پري ډیر متاثره دي.

دا په کابل کې د عالمانو پر غونډه تر برید وروسته دوهم لوی برید دی چې په ورستیو څو میاشتو کې تر سره کیږي

په همدې شپه د ملي امنیت د پخوانیو ریسانو امرالله صالح او رحمت الله نبیل پر میلمستیا هم قاتلانه برید شوی وو چې پکې دغو دواړو کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

میرویس جلالزی

Loading...