fbpx

پاکستان غواړي له هند سره خبرې وکړي او اړیکې ښې کړي

پاکستان غواړي له هند سره خبرې وکړي او اړیکې ښې کړي خو په ځواب کې یې هند ویلي تر هغه پورې له پاکستان سره خبرې نه کوي، تر چې د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې پنجاب ايالت تللی و او هلته یې په کرتارپور کې له هند سره د يوې نوې تګ راتګ لارې د پرانستې په مراسمو کې وینا کوله وویل، چې دی او د پاکستان ټولې ادارې له هند سره ښې اړیکې او خبرې غواړي.

عمران خان په خپلو خبرو کې ویلي زه صدراعظم، زما سياسي ګوند او نور سياسي احزاب، اردو او ټولې ادارې مو په يوه نظر دي چې موږ مخکې تګ او له هندوستان سره متمدنې اړيکې غواړو.

عمران خان زیاته کړې، که هند د دوستۍ یو ګام واخلي پاکستان به دوه ګامه ورمخې شي.

خو د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج چې په دې مراسمو کې یې له ګډون کولو هم ډډه کړې، ویلي پاکستان ورته مثبت ځواب ورکړی، خو تر هغه پورې به ورسره مذاکرات پیل نه کړي، تر څو پاکستان د ترهګرۍ مسله حل کړې نه وي.