fbpx

طالبان دافغان حکومت سره مذاکرات نه کوي

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په جینوا کنفرانس کې د ولسمشرغني وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی له حکومت سره مذاکرات نه کوي.

ولسمشر غني سویس کې په جینوا کنفرانس کې د سولې په تړاو خپله طرحه وړاندې کړې او ویې ویل چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره هېڅ ډول شرط نه لري خو د سولې لپاره شرط لري.

غنی زیاته کړه، چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو ۱۲ مرکچي پلاوی ټاکلی او دغه راز به د سولې عالي ښورا په ترکیب کې هم بدلون راوړي.

ولسمشر وویل، چې د سولې لپاره باید لومړۍ اوربند وشي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي او بیا آزادو او عادلانه ټاکنو ته زمینه برابره شي.

خو وسله والو طالبانو په یوه خبرپانې کې د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې د هغه له صلاحیت څخه لوړې بللې او وايي، هغه د سولې په اړه واک نه لري.

طالبانو په دې خبرپانې کې ویلي، ولسمشر غنی تر صلاحیت لوړې خبرې کړې او طالبانو  ۱۸ کاله وړاندې امریکا ته د سولې او جګړې دواړه وړاندیزونه کړي دي.

طالبانو ویاند په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې افغان حکومت د بهرنیو له لوري پر خلکو تپل شوی او بې واکه دی، نو ځکه طالبان له داسې لوري سره چې د سولې د خبرو واک نه لري مذاکرات نه کوي.