fbpx

د لغمان ملي راډیو ټلویزیون ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د څه باندې څوارلس میلیونه افغانیو په ارزښت لغمان د ملي راډیو ټلویزیون ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د لغمان ملي راډیو ټلویزیون امر محب الله محب وویل، چې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له بودیجې څخه ددغه ولایت د تلویزیون امریت لپاره ودانۍ په څوارلس میلیونه یوسل او دوه نوري زره افغانیو په لګښت په پنځه جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول ورغول شوه. هغه وویل، چې دغه ودانۍ دوه پوړه، ۱۱ خونې او مجهزې سټیډیو ګانې لري. د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي اوښوده چې د اطلاع رسونې په برخه کې یو قدم مخته ځو، هغه دغه راز یادونه وکړه که چیرته ددغې ادارې نورې نیازمندۍ هم په نظر کې ونیول شي نو باور دی چې مخته به تللي یو.

د ملي راډیو ټلویزون عمومي مشر محمد زرین انځور په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د ولایتي ادارې په غوښتنه به د لغمان ملي راډیو ټلویزون ادارې په واک کې ګڼ امکانات ورکړي.

هغه د تخنیکي او نورو وسایلو او د نشراتي کیفیت ښه والي لپاره هم د ژر مرستې ډاډ ورکړ.