fbpx

دوه کسان د رشوت اخیستلو پرمهال نیول شوي

د ارزګان ملي امنیت ریاست لخوا دوه دولتي کار کوونکي د رشوت اخیستلو پرمهال نیول سوي.

د ملي امنیت ریاست مسوولین وایي د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ښار او کور جوړوني ریاست مشر او یو کارکوونکی د یوه کس څخه د څلور سوه زره افغانیو رشوت اخیستلو پرمهال نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست د ۸۲ نمبر مدیرت مدیر لطیف خان رسنیو ته وویل انجنير محمد علي سخاوي او انجینر نجیب الله چي د دغه ولایت د ښار او کور جوړوني ریاست رئیس او کارکوونکی دي هغه مهال د څلور سوه زره افغانیو سره لاس په لاس ونیول سوه چي د یو ساختماني شرکت له استازي څخه یي د رشوت په توګه اخیستې.

هغه وایي د یادي ادارې رئیس د ساختماني شرکت له مسؤل څخه د یو میلیون افغانیو د رشوت غوښتنه کړی وه خو کله چي یي څلور سوه زره افغانۍ ورکولي د ملي امنیت کسانو ونیول.

د ملي امنیت اداري استازی وایي دوی داسي نور اسناد هم په لاس لري چې نیول سوو کسانو د رشوت اخیستلو په اړه شواهید څرګندوي.