fbpx

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره چمتو دی

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس غونډې یو ځل بیا وویل، چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره چمتو دی.

ښاغلي عبدالله چې د جینوا  کنفرانس ته په اختتامیه وینا کې د افغان سولې په برخه کې د نورو ښکېلو هېوادونو په همکارۍ هم ټینګار وکړ.

نوموړي وویل د ملي یووالي حکومت په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن او موږ ټول له طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو یو، خو باید دا مفهوم واضح کړم، دا مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي، تر څو ټولو ته د منلو وړ وي.

ښاغلي عبدالله دا هم زیاته کړه، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښکېلو هېوادونو له خوا د زمینې برابرولو او همکاریو څخه مننه کوي، او دغه هېوادونه باید د افغان سولې په برخه کې یوه خوله او ریښتینې همکاري وکړي.

اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې افغانستان د سیمه ییز خصوصیت پر ځای سیمه ییزې همکاري ته ترجېح ورکوي او دغه راز یې په افغانستان کې له ځینو پرمختګونو لکه کاسا زر، ټاپي، چابهار، رېل پټلی او ځینو نرو مهمو پروژو څخه یادونه وکړه.

هغه له کډوالو هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا ۶ میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي خو میلیونه نور لا هم له افغانستان د باندې ژوند کوي.