fbpx

په پکتیا کې د صنعتي  پارک جوړولو د پیل چارې بشپړې شوې

د پکتیا د سوداګرو او صنایعو ریاست وایې،  چې په پکتیا کې د صنعتي پارک د جوړولو مقدماتي ادارې چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به صنعتګارانو ته د ځمکو ورکولو وېش پیل شي  .

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس نقیب‌الله سرحدي په وینا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په راتلونکې( ۱۳۹۸) مالي کال کې د دې پارک جوړولو لپاره د (۱۰۵) میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده 

د سو داګرۍ او صنایعو وزارت په وینا تر اوسه په دغې پارک کې د پانګونې په هدف ( ۱۴۰) سوداګرو خپل غوښتنلیکونه دوی ته سپارلي چې د موافقي وروسته به ورسره ومنل شي.