fbpx

خلیلزاد په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد وايي، د اقتصادي عمل داسې پلان چې د سولې تر موافقې وروسته دې هېواد ته پانګه راوړي، ټولو افغانانو ته د سولې ګټه رسولای شي.

هغه په جنیوا کې د نړیوالې غونډې هرکلی کړی دی.

خلیلزاد نن پنجشنبه د نوومبر۲۹مه، پر ټوېټر ولیکل

“دا چې نړیواله ټولنه په جنیوا کې را ټوله شوه، د افغانستان حکومت یې اصلاحاتو ته وهڅاوه او د خپل ملاتړ ډاډ یې ورکړ، مثبته خبره ده.”

د امریکا حکومت د سيپټمبر په وروستیو کې زلمی خلیزاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

خلیلزاد له هغه راهیسې د افغانستان په جګړه کې د دواړو ښکېلو خواوو له استازو سره د خبرو لپاره د کابل سربېره نورو هېوادونه ته سفرونه کړي.