fbpx

پوتين: مونږ نه غواړو له ډالرو فاصله واخلو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امریکایې ډالرو پر راکړه ورکړه اوپر مسکو د امریکا پربندیزونو انتقاد وکړ نوموړي دا انتقاد پر پرونۍ وینا کې وکړ چې پر امریکایې ډالرو د روسیې د اتکا د کمولو هڅو موضوع وه

ولسمشر پوتين پرون يوه اقتصادي کنفرانس ته په داسې حال کې خبرې وکړې چې وړمه ورځ روسيې د يو میليارد يورو په اندازه بسپنه راټوله کړه دا

ولسمشر پوتين تېره ورځ د نومبر پر (۲۸) مه نېټه غونډې ته وویل:

“موږ نه‌غواړو له ډالرو فاصله واخلو، بلکې ډالر له موږه فاصله اخلي.”
 
په دې غونډه کې  بهرني تجاران ، مشران اوچارواکي هم ناست و پوتین وویل چې د امریکا بندیزونو په ډالرو د روسیې د پولي معاملو چارې محدودي کړې دي
همداراز ولادیمير پوتين وويل، په ډالرو د راکړې ورکړې په برخه کې بې‌ثباتي د دې سبب شوې چې زيات هېوادونه د اسعارو متبادلې زېرمې پيدا کړي او له ډالرو بېل د پيسو متفاوت سيستم ايجاد کړي