fbpx

ټي ټین لیګ کې نارترن ویئرز لوبډلې کیراله کینګز ته ماتې ورکړه

د لس اوریز لیګ په دوام په (۱۹) لوبه کې نن د نومبر پر (۲۹) مه نېټه نارترن ویئرز لوبډله او کیراله کینګز د یوبل پر وړاندې په شارجه لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ووتلې په دې سیالۍ کې نارترن ویئرز لوبډلې په (۸) ویکټو کیراله کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه د یادې لوبې پچه نارترن ویئرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه کیراله کینګز په ټاکلو لس اورونو کې د( ۲) لوبغاړو په سوځېدو سره د (۱۰۲) منډو هدف نارترن ویئرز لوبډلې ته کېښود.

د کیراله کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې پاول سټرلېنګ ترټولو ډېرې( ۶۰) منډې جوړې کړ، ایون مورګن( ۱۷) منډې جوړې کړې .

د نارترن ویئرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې انډري رسل یو لوبغاړی وسوځوه همدارنګه ویجوین هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

نارترن ویئرز لوبډلې د ټاکل شوي (۱۰۲) منډو هدف په ځواب کې د (۲) لوبغاړو په سوځېدو (۱۰۵) منډې په (۷.۲) اورونو کې جوړې کړې  او سیالي یې پر( ۸) ویکټو وګټله.

د نارترن ویئرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نیکلاس پوران( ۴۳) او انډري رسل چټکې (۲۹) منډې جوړې کړې.
د کیراله کینګز لپاره په توپ اچونه کې ویین پارنېل یو لوبغاړی همدارنګه بیني هوویل هم یو لوبغاړی وسوځوه.

یاده سیالي نارترن ویئرز لوبډلې پر( ۸) ویکټو وګټله د لس اوریزه لیګ په دوام کې څو شېبې وروسته به   د ورځې په دویمه ماښامۍ لوبه کې سیندیز اوبنګال تایګرز لوبډلې ماښام( ۶:۳۰) دقیقې د سیالۍ ډګر ته ووځي
او په وروستۍ شپنۍ لوبه کې به (۹:۱۵) بجې پښتون او پنجابي لیجنډز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووځي .