fbpx

په خوست کې سلګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

په خوست ولایت کې  د بشرحقونو خپلواک کمسیون لخوا د ماشومانو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په دې ولایت کې (۶۰۰) ماشومان درانه کارونه کوي.

د بشري حقونو کمیسیون وايي په هېواد کې تر یو ملیون زیات معلول ماشومان شتون لري او له دې جملې څخه (۹)زره په خوست او پکتیا کې دي، چې دوی ورسره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړې دي.

دا چې په افغانستان کې هر کال  د ماشومانو د ژوند د ښه والي په خاطر د نړیوالو لخوا ملیونونه افغانۍ مصرف کیږي، خو په هغه ډول چې لازمه ده، نه ماشومانو ته پا ملرنه وشوه او نه له شاقه کارونو څخه خلاص شول . په همدې اړه په خوست ولایت کې د بشرحقونو خپلواک کميسیون لخوا د ماشومانو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې اوس هم ګڼ ماشومان په بېلابېلو ستونزو او شقا کارونو بوخت دي. په جنوب ختیځ زون کې د بشرحقونو کمسیون د ماشومانو څانګې مسؤل سید محمد قاسم دهقان زاد وايي : په خوست ولایت کې شپږ سوه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي .

بلخوا په جنوب ختیځ زون کې د بشرحقونو معلولینو او معيوبینو څانګې  مسؤل سیداجان هاشمي  وايي: په هېواد کې  تر یو ملیون زیات معلول ماشومان شتون لري  چې له ډلې يې نهه زره ماشومان په پکتيا او خوست کې موجود دي.

ماشومان وايي حکومت دې ورته د دوی د ژوند په بهترۍ او زده کړو په برخه کې زمینه برابره کړي، ترڅو په ټوله کې د ماشومانو ستونزې هوارې شي.

د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي افغان دولت او اړونده موسسات دې د افغان ماشومانو لپاره بنسټیز او د ورځنۍ ژوند د اړتیا سرسم کارونه برابر څو له یوې خوا زده کړې ترسره کړي او له بلې خوا د مصروفیت په شتون کې له شاقه کارونو منع شي.

Loading...