fbpx

په پکتیکا کې میرمنو د سولې له پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ

د ښځو چارو وزارت وايي، د جګړې له امله ښځې په فقر او ستونزو کې ژوند کوي، خرڅېږي او حتا اجبارې ودونو ته غاړه ږدي.

غونډه د لومړی مېرمنې د دفتر له لورې نیول شوې وه، خو خپله یې ګډون نه وو کړی.

دښځو چارو وزارت مرستياله نبيله مصلح وايي چې د جګړې له امله ډېر زیان مېرمنو ته اوړي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ پلورل کېږي او حتا اجبارې ودونو ته غاړه ږدي.

د عامي روغتیا وزارت مرستیالې له پکتیکاوالو مېرمنو وغوښتل چې د سولې په راوستو کې خپله ونډه ادا کړي.

د پکتیکا ښځو هم د سولې له خبرو د ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه چې دسولې په راوستو کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

غونډه کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارې، د سولې شورا غړې او بېلابېلو وزارتونو ښځینه مرستیالانو ګډون کړی وو.

د دوی په خبره روان میاشت کې يې دا پنځه ویشتم ولایت دی، چې د سولې په اړه یې له مېرمنو سره ناستې کېږي، او نظرونه یې تر اورېدل کېدو وروسته د لومړۍ مېرمنې سره شرېکېږی.