fbpx

د تېرې شپې بريد توليدي شرکتونو ته ميليونونه افغانۍ زیان اړولی

په کابل کې په برتانوي امنیتي شرکت برید (۲۰) بهرنيانو او (۲۰) افغانانو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربېره، نږدې تولیدي شرکتونو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.

تېره شپه د کابل ښار نهمې حوزې سیمه کې پر یوه برتانوي شرکت د برید له امله د څلورو بهرنیانو په  ګډون لس کسان وژل شوي، دي په دغه برید کې (۲۹) کسان ټپیان شوي چې یوولس نېپالیان او پنځه برتانویان دي.

امنیتي چارواکي وايي، دغه ډله ییز برید د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د برېتانیا هېواد د یوه قراردادي امنیتي شرکت پر مرکز ترسره شوی دی.

لومړی د (جي.فور.اېس) امنیتي کمپ په دروازه کې موټر بم چاودنه وکړه او وروسته څلور بریدګر کمپ ته ننوتل، چې د سهار تر څلورو بجو یې مقاومت وکړ، ددې برید په پایله کې یو برتانوي، شپږ افغانان او درې نور چې هویت یې ندی معلوم، وژل شوي او (۲۹) تنه پکې ټپیان شوي دي.

دغه کمپ د نهمې امنیتي حوزې اړونده د پارک صنعتي سیمه کې دی، چې نږدې یې ګڼې فابریکې او خصوصي شرکتونه هم موجود دي چې ګڼو توليدي شرکتونو ته يې د بريد له امله ميليونونه افغانۍ زیان اووښتی دی.

دلته شته صنعتکاران وایي، په کراتو یې له حکومت غوښتي، چې امنیتي کمپونه دې له دې ځایه لري کړي، ترڅو د دا ډول زیانونو څخه خوندي شي، خو وایې، چې تراوسه یې په غوښتنه لا حکومت غوږ ندی ږرولی.