fbpx

د پښتو ژبې نوموتی شاعر (عمر دراز مروت) ومړ

عمر دراز مروت پر (١٩٥٨م) کال په لکي مروت نومي ښار کې زېږېدلی و،  زده کړې یې دومره وې چې ښه ليک لوست پرې وکړای شي، خو مطالعه یې ژوره او پخه وه.

د خدای بښلي عمر دراز مروت په شاعرۍ کې دومره زور و چې په لږه موده کې یې په ټوله پښتونخوا کې خپل ځان پر خلکو وپېژنده. په بنسټيزه توگه عمر دراز مروت د غزل شاعر و. نظمونه ، هايکو او قطعې یې هم ليکلې دي، خو زياته شاعري يې په غزل کې کړې ده. غزل یې روماني بڼه لري او د غزل پوره پوره حق يې ادا کړی.

د خپلې ټولنې په ټيټو جګو باندې يې هم نظر ساتلی. په ټوليز ډول شاعري یې د زبېښناک ځواکونو پر ضړ يو زبردست غږ دی. څه چې يې ويل غوښتل، ښه بربنډ او په ډاګه يې ويل. د خپل ځانگړي ليک له کبله یې په لوستونکو کې يو ځانگړی ځاى جوړ کړی دی.

خدای بښلی عمر دراز مروت يو مينه ناک پښتون زړه درلود، خپلې پښتو سره يې بې کچه مينه درلوده او پښتون يې په ټوله نړۍ کې له هر چا څخه هسک ليدل غوښتل، ځکه خو هر چا ته سپينې سپينې وایي :

ضمير د خوبولو پښتنو راويښوم پرې
غېرت مې د پياوړي خوشال خان راوړی دی

عمر دراز د يو نرم زړه خاوند و، ترخه خبره يې نورو ته نه کوله او د ځان لپاره يې د مرګ سبب ګڼه، ځکه خو يې دا بيت د ډېرو لوستونکو په ذهن کې دی:

زه په ترخه خبره مرم عمر دراز مروته
زما د قتل ډېر سوچونه دې ياران نه کوي

عمر دراز مروت د (۲۰۱۸م) کال د نومبر مياشتې پر (۲۹)مه نېټه د (۶۰) کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په يوه روغتون کې ساه ورکړه، د نوموړي (۵) شعري ټولګې چاپ شوې دي.

د عمر دراز مروت د شعر نمونې:

غزل

په رڼا ورځ په هر ساعت راسره مله وي سیوري
خو چې تیاره شي خدای منې راسره نه وي سیوري

سپینې خولې په سپین رخسار یې هو بهو داسې وې
لکه د واورو چې په واورو را پراته وي سیوري

په تش لباس د ژبه ورو خلکو مه غولیږه
د مازیګر د وخت عبث هسې اوږده وي سیوري

زما د ښې ورځې یاران به له ما خود بیلیدل
ته خبر نه یې چې د لمر تر پریواته وي سیوري

لکه چینار لاندې چینه عمردراز مروته
داسې په سترګو د بڼو یې راخواره وي سیوري

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غزل

چې په وعدو يې د سبا تر سبا ونه خوړم
ملګرو ښه ده يار په دغې ادا ونه خوړم

يو خوا پښتو بل خوا غربت راسره سم روان دي
د ژوند کړاو کې کومې کومې سودا ونه خوړم

په دوه درواغو مې هېڅ کله غولولى نشې
که په رښتيا يې په رښتيا په رښتيا ونه خوړم

د تا د غم سړي خواره مې بېخي نشي خوړى
که ستا د تورو سترګو تورې بلا ونه خوړم

بغېر له خداى مې مخامخ له چا نه وېره نشي
د ځينې سپي غوندې رقيب که په غلا ونه خوړم

دنيا مې وخوړه خو زه عمردراز مروته
د خداى احسان دى لا تراوسه دنيا ونه خوړم

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غزل

په دې بلا پسې سبا بله بلا رادرومي
ژاړم په دا چې په خندا پسې ژړا رادرومي

د خپل ښایست د بربادۍ ویره په زړه کې ساته
بلو ډیوو پسې وکور ته هم هوا رادرومي

د زړګي کور ته مې په غم پسې غم ځکه راځي
هوښیاران وایي چې دنیا پسې دنیا رادرومي

نن یې چې زړه راڅخه وړه د زړه په نیت یې پوی شوم
زما قاتل زما په سر پسې به بیا رادرومي

زه ددې قام د مستقبل په انجام دومره پوی شوم
څومره په مخ چې کړي سفر هومره په شا رادرومي

زه شکایت هغه مغرور له بې غورۍ نه کوم
ماته افسوس خدای شته په خپلې نیمګړتیا راردومي

خلک کړي څه  او دا زه څه “عمر دراز مروته”
د لیوني غوندې خپل ځان پورې خندا رادرومي

روح يې ښاد