fbpx

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې

د پروان ولایت چارواکي وايي، د سالنګ لویه لار د زیاتې واورې ورېدنې له امله د غټو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګ ولسوال صابر احمدي ویلي له تېرو دوه ورځو راهیسې په سالنک کې سخته واوره ورېدلې، چې له امله یې دغه لار د غټو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

نوموړی وايي، واوره لا هم ورېږي او دوی دغه کار د دې په موخه کړی، چې خدای ج مه کړه کومه ترافیکي پېښه رامنځ ته نه شي.

دغه راز هغه له ټولو موټر چلوونکو او مسافرو هم غوښتي، چې دا مهال په دغه لار له تګه ډډه وکړي او دغه راز ټول ژمني وسایل باید ولري.

د سالنګ لویه لار چې د شمال او مرکز تر ټولو ستره نښلوونکې لار ده، هر ژمني کله کله د سختو واورو ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.