fbpx

ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له حضوره دفاع کړې

امریکايي مېلټري ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي شونې ده، چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.

ورځپانې دغه راپور له واشنګټن پوست سره د ولسمشر ټرمپ د مرکې پر اساس خپور کړی او ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له حضوره دفاع کړې.

د ورځپاڼې په باور په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له وروستۍ اوښتې مرګ ژوبلې وروسته بیا هم ټرمپ ویلي له هر کارپوه سره یې چې خبرې کړې ورته یې ویلي، که په افغانستان کې پاتې شو، نو بیا به دلته په امریکا کې جګړه کوو.

ټرمپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په مرکه کې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو په تړاو ویلي شونې ده، چې په دې هېواد کې جګړه ختمه شي.

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې له ژمنې سره سم به په یوه مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي او هلته به له خپلو سرتېرو سره وګوري.

سپنیې ماڼۍ هم ویلي افغانستان ته د ټرمپ د سفر په اړه خبرې روانې دي او دغه راز ځینې راپورنه وایي، ښايي ټرمپ د کرسمېس تر مراسمو وړاندې افغانستان ته سفر وکړي.