fbpx

له ازبکستانه کابل ته د برښنا رسول بیا پیل شول

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، د ازبکستان د وارداتي برښنا د دوهم لین له ترمیم وروسته پلازمېنې کابل ته د ۱۵۰ میګاواټه برښنا رسول بیا پیل شول.

دفغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایی
د کابل برښنا یو سرکِټ چې ۱۵۰ میګاواټه برښنا یې کابل ته لېږدوله، په ازبکستان کې له عارضې سره مخ شو، له نیکه مرغه بېرته ورغول شو او اوس د وارداتي برښنا پوره ۳۰۰ میګاواټه برښنا په کابل کې لرو.
ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې د ازبکستان د وارداتي برښنا لین په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له کبله له فعالیته لوېدلی و.

Your SEO optimized title page contents