fbpx

یو ډالر په ۱۴۲ پاکستانۍ کلدارې پېرل کېږي

پاکستان کې د کلدارې نرخ د تاریخ تر ټولو ټېټې کچې ته راټيټ شوی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې نن جمعه د پاکستان په بازارونو کې یو ډالر په ۱۴۲ پاکستانۍ کلدارې پېرل کېږي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د کلدارې دغه اوسنۍ نرخ به سوداګر او پاکستاني وګړي میلیونونه روپۍ زیانمن کړي. په دې توګه نو د پاکستان پورونه هم درنېږي او د کلدارې د نرخ له رالوېدو سره تر دې دمه د پاکستان په پورونو کې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی دی. د پاکستان حکومت تر اوسه د بازارونو د کنټرول او د خپل پولي واحد د اعتبار لوړولو په اړه ګامونه نه دي اوچت کړي.