fbpx

د افغانستان په دولتي بانک کې پاکستاني جاسوسان کار کوي

هېښوونکي معلومات چې خبريال ته رارسېدلي دي، هغه دا دي چې د افغانستان يو له سترو بانکونو (نوى کابل بانک) چې له دېوالي کېدو وروسته دولت په خپله ولکه کې واخيست، اوس پکې د پاکستان د استخباراتو غړي په ډېرو مهمو دندو کارونه ترسره کوي او د نوي کابل بانک رييس په دې هر څه خبر دى، خو هېڅ اقدام نه کوي.

نوى کابل بانک چې د افغانستان د ټولو امنيتي ځواکونو د معاشونو د توزيع مسووليت هم لري، له جوړېدو واخله تر دې دمه پورې د سلګونو بريدونو شاهد پاتې شوى او په دې بريدونو کې ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو او هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

خو هېښوونکي معلومات دا دي، چې د نوي کابل بانک د مشرتابه له خوا په بانک کې ځينې پنجابي کارکوونکي په لوړو دندو او لوړو معاشونو ګمارل شوي دي، چې په دې کې يو هم د شېخ په نامه پنجابى مالي او حسابي آمر دى. دا پنجابى په داسې حال کې په نوي کابل بانک کې دنده ترسره کوي، چې ډېرى شمېر افغان ځوانان په دې برخه کې ماسټرۍ لري او بېکاره ګرځي، خو په ځاى د دې چې په دغسې پوسټونو افغان ځوانان وګمارل شي، د نوي کابل بانک مشرتابه پکې پنجابيان ساتلي دي.

په نوي کابل بانک کې چې د شېخ په ګډون څومره هم پنجابي کارکوونکي دي، ټول يې استخباراتي بکګراونډونه لري او د ياد بانک ټول کوردينات تر دښمنن ډېر په اسانۍ سره رسوي.

کله چې دا ټول معلومات په نوي کابل بانک کې نورو په هېواد ميينو افغانانو ته ورسېدل، نو هغوى ټولو ياده ستونزه د بانک له رييس خېبر عمرخېل او همدا راز د افغانستان بانک له رييس خليل صديق سره څو ځلې مطرح کړه او په نوي کابل بانک کې يې د پنجابي کارکوونکو شتون ناسور وباله او وې ويل چې دا نه يواځې د هېواد په زيان دى، بلکې دا کسان ټول مهم معلومات پاکستاني استخباراتو ته ورکوي.

خو بدبختانه، ياد ځوانان د نوي کابل بانک رييس خېبر عمرخېل له تند غبرګون سره مخ شول او په ځاى د دې چې ياد پاکستاني کارکوونکي له بانک وشړي، هغوى ته يې امتيازات لا پسې زيات کړل.

دا چې د دې کار علت څه دى، چې د افغان ځوانانو په موجوديت کې هم د پاکستان استخباراتي کارکوونکي په نوي کابل بانک کې په دومره مهمو ځايونو کې دندې ترسره کوي، د دې په اړه خو بايد دولت او امنيتي ځواکونه د نوي کابل بانک له رييس څخه پوښتنه وکړي، خو موږ له دې کار څخه همدا علت ښکاري، چې د نوي کابل بانک رييس هم د پاکستان يو لوى جاسوس دى او نور پاکستاني جاسوسان يې هم په دې بانک کې ساتلي دي.

له ولسمشر او ټولو امنيتي ادارو څخه مو په کلکه غوښتنه ده، چې نوى کابل بانک دې له پاکستاني استخباراتي څېرو څخه پاک کړي او د بانک رييس خېبر عمرخېل دې له دندې ليرې او د جاسوسۍ او خيانت په تور دې يې څارنوالۍ ته معرفي کړي.