fbpx

امریکا د هغو وسلو نمونې خبریالانو ته وښودې چې ایران طالبانو ته ورکړي

ٌد ایران لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي براین هوک پرون پنجشنبه هغه وسلې او تجهیزات خبریالانو ته وښودل چې د ده په وینا، ایران یې په افغانستان کې طالبانو او د سیمې په نورو هېوادو کې ورانکارو ډلو ته ورکوي

ښاغلي هوک د ځینو وسلو سربېره د صیاد، توفان او توسن په ګډون د څو نورو توغنديو او وسلو یادونه هم وکړه چې د ایران حکومت یې په یمن، بحرین او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې حوثي، حماس او نورو یاغي ډلو ته ورکوي.

د ښاغلي هوک له څرګندونو یوه ورځ مخکې د امریکا سنا په یوه غونډه کې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف څخه د امریکا پر ملاتړ انتقاد وکړ،

 خو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو چې په دې غونډه کې حاضر و، له سناتورانو سره مخالفت وکړ