fbpx

علي وزير او محسن داوړ ونيول شول

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران او د پاکستان د پارلمان غړي، علي وزير او محسن داوړ د باچا خان هوايي ډګر څخه نيول شوي دي.

خبريال ته رسېدلي معلومات ښايي، چې علي وزير او محسن داوړ په پېښور کې د باچا خان هوايي ډګر څخه اېف آى اې امنيتي ادارې نيولي دي او له ځان سره يې حيات اباد دفتر ته بيولي دي. دوى د دواړو پاسپورټونه هم په خپله قبضه کې اخيستي او وايي چې د دوى نومونه په اي سي ايل شامل دي، د چا نوم چې په اي سي ايل کې وي، هغه نه شي کولاى چې بهر سفر وکړي.

په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم په خپله فېسبوکپاڼه پوسټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې د پاکستان په ټولو سياستوالو دوسيې جوړې شوې دي، خو هېڅوک هم امنيتي ادارو نه دى نيولى، خو د محسن داوړ او علي وزير نيول يواځې په دې خاطر دي، چې هغه پښتانه دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران دي.

هغه همدا راز وايي، چې پاکستان له پښتنو سره تر دې پورې د مېرنۍ مور چلند کوي، چې يوې خواته هنديان پرته له وېزې پاکستان ته راځي او دا سهولت ورته همدې اوسني حکومت اوس جوړ کړ، خو بلخوا چې پښتانه د خپل پلرني وطن لپاره حقونه غواړي، نو د دوى د پارلمان غړي هم نيول کېږي.

هغه همدا راز وايي، چې د علي وزير او محسن داوړ سره د اېف آى اې والا څه رويه اختياروي، چې دا معلومه شي تر هغې وروسته به بيا موږ خپل پلان جوړ کړو، چې څه کوو.

ياده دې وي چې محسن داوړ او علي وزير نه يواځې دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشران دي، بلکې د پاکستان د پارلمان غړي هم دي، خو د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې ورسره داسې چلند کوي، لکه څوک چې يې د تورنو کسانو سره کوي.