fbpx

  په لوګر کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لوګر ولايت امنیه قوماندان ادعا کوي چې د کابل- لوګر پر لویه لاره د نظامي عملياتو پر مهال د دولت وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لوګر کې د وژل شویو وسله والو طالبانو دقیق  شمېر لا معلوم نه دی چې په دې عملیاتو کې څومره زیان طالبانو ته اوښتی.

د لوګر ولایت امنیه قومندان رسنیو ته ویلي :  چې د دغو عملياتو پر مهال د کابل- لوګر لویې لارې ته څېرمه سيمې هم د وسله والو له حضوره تصفیه شوي او یو شمېر چاودېدونکي مواد او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

دا نظامي عملیات له څو ورځو راهيسې د کابل – لوګر د لویې لارې د امنيتي وضعيت د ښه کولو په هدف روان وو.

خو وسله والو طالبانو د دې عملیاتو په تړاو لا تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.