له بچي زېږولو وروسته د نيها بله کارنامه

د هندي فلمونو نوموتې ستورې نيها دهوپيا لس ورځې مخکې يوه ښايستوکې لور وزېږوله، خو د هندي رسنيو په وينا، نوموړې يوه بله کارنامه وکړه او هغه دا چې د بچي تر زېږولو لس ورځې وروسته بېرته خپل کار ته راستنه شوه.

روان کال د مۍ په ١٠مه نېټه نيها دهوپيا له انګت بيدي سره واده وکړ، دواړه په فلمونو کې کار کوي، خو ناڅاپي واده يې خلک حېران کړل. بيا دا آوازه خپره شوه چې د نيها دهوپيا له واده مخکې بچى په خېټه شوى و، په لومړي سر کې خو نيها او انګت دواړه له دې خبرې انکار کاوه، خو وروسته بيا دواړو ومنله، چې د ناڅاپي واده لامل يې همدا و، چې د نيها په خېټه کې ماشوم و.نيها دهوپيا ٢

نيها دهوپيا لومړى خو خلک په دې حېرانه کړل، چې بچى يې په خېټه و او بيا يې هم تر اته مياشتو پورې کار وکړ، چې هر چا يې ستاينې کولې، خو وروستۍ کارنامه يې دا ده، چې د لور د زېږولو نه لس ورځې وروسته نيها دهوپيا بېرته کار ته ستنه شوه.

د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه نيها دهوپيا لور وزېږوله او (مهر) نوم يې ورته کېښود.

خو د ماشومې تر زېږولو لس ورځې وروسته نيها بېرته خپلو کارونو ته ستنه شوې، که يوې خواته يې په دې کار سره ډېرى ښځې حېرانه کړې، نو ډېرى ښځو يې ستاينه هم وکړه.

په دې اړه باندې نيها ځينې انځورونه هم په خپل انسټاګرام باندې خپاره کړي دي، داسې ښکاري چې نوموړې په کوم اعلان کې کار کوي.