د هندي سينما ګرانبيه فلم کمزورى پيل

که څه هم په بالي ووډ کې د تر ټولو ګرانبيه فلم اعزاز د عامر خان او اميتاب بچن په تېرو ورځو کې نندارې ته وړاندې شوي فلم ((ټهګز آف هندوستان)) سره دى، خو په هند کې بيا تر ټولو ګرانبيه فلم اوس نوى د ټو پواينټ زيرو (٢.٠) په نوم جوړ او نندارې ته وړاندې شو.

د (٢.٠) ټو پواينټ زيرو فلم ته يې مينه وال زيات په تمه ول او اخر هم د نومبر په ٢٩مه نندارې ته وړاندې شو. په دې فلم کې رجني کانت، اکشى کمار او ايمي جېکسن کار کړى دى.

دا فلم چون د هند تر ټولو ګرانبيه فلم دى، چې خوا و شا ٥٥٠ کروړه هندي روپيو باندې جوړ شوى دى، نو په دې خاطر له دې فلم څخه د خلکو هيلې هم زياتې وې. بيا فلم په داسې وخت نندارې ته وړاندې شو، چې مخامخ ورته بل هېڅ لوى فلم نه و او د رجني کانت فلمونو بيا خلک سخت په تمه هم وي، خو هغه هيلې، چې له دې فلم څخه کېدلې، هغه يې پوره نه کړې.ټو پواينټ زيرو ١

ويل کېدل چې دا فلم به ډېر ريکارډونه مات کړي، خو داسې ونه شوه، په بالي ووډ يا هندي ژبه کې ويل کېدل، چې دا فلم به په لومړۍ ورځ ٥٠ کروړو هندي کلدارو نه زياتې پېسې وګټي، خو داسې ونه شوه، بلکې د ډېرو وړو وړو فلمونو ريکارډ يې هم مات نه کړ.

د ټو پواينټ زيرو فلم چې په هندي ژبه کې کوم ورژن خپور شو، هغې په لومړۍ ورځ ٢٠ کروړه هندي روپۍ وګټلې، چې دا نه يوازې د ټهګز آف هندوستان، باهو بلي نه کمې وې، بلکې له ډېرو وړو وړو فلمونو هم کمې وې.

د عامر خان او اميتاب بچن فلم ((ټهګز آف هندوستان)) په لومړۍ ورځ پنځوس کروړه روپۍ ګټلې وې. همدا راز د اکشى کمار فلم (ګولډ) چې په ډېر لږ مصرف جوړ شوى هم په لومړۍ ورځ ٢٥ کروړه روپۍ ګټلې وې، خو ټو پواينټ زيرو په دې کې بريالى نه شو، چې ډېرې پېسې وګټي.

ويل کېږي چې د شنکر د دې فلم د نورو ژبو ورژنو هم ډېرې پېسې نه دي ګټلي.

دا فلم د ٢٠١٠ فلم (روبوټ) سيکويل دى، چې يوازې د اکشى کمار او رجني کانت په يوه سين باندې پکې هم ٤٠ کروړه هندي روپۍ مصرف شوي دي.

همدا راز ټو پواينټ زيرو تر نندارې ته وړاندې کېدو وړاندې د ډيجيټل او سټيلايټ حقونو په خرڅولو سره ٣٧٠ کروړه هندي روپۍ ګټلې وې.