fbpx

کرکټ بورډ د غوره ورزشي ادارې جايزه وګټله

د ورزشي خبریالانو فدراسیون له لوري په هرات کې د غوره جایزو تر نامه لاندې ځانکړې شوې جشنواره کې د افغانستان په کچه د غوره ورزشي ادارې ایوارډ د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیز الله فضلي ته، ښاغلي راشد خان ته د بهترین افغان لوبغاړي، کریم صادق ته د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ د غوره اکاډمۍ او فرید هوتک ته د ورزشي ادارې غوره ویاند جایزه ورکړل شوه.

د ویلو ده، چی څه موده وړاندې د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون له لوري د بېلابېلو ورزشي ادارو ترمنځ د خلکو رایو کارولو پر بنسټ دغه پروسه ترسره شوې وه.

په دې جشنواره کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه، د ځوانانو معین, د هرات مرستيال والي، لسګونو ورزشي خبریالانو، د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبغاړو او ادارو مسؤلینو ګډون درلود.

د ورزشي خبریالانو، لوبغاړو او ورزشي ادارو ته د غوره ایوارډونو ورکړې ترڅنګ په یاده غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي ۳۳ مه کلیزه هم ونمانځل شوه.

د غونډې په لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د هرات ولایت له مقام څخه د لوبغالي د جوړېدو په موخه د ځمکې ترلاسه کېدوغوښتنه وکړه چې د والي مرستیال په دې هکله د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.