fbpx

ولسمشر محمد اشرف غني په جینیوا کنفرانس کې افغان ملي لوبډله ویاړ وباله

د جینوا کنفرانس چې د نومبر پر( ۲۷) مه  او (۲۸)مه نېټه پیل شوی و د( ۶۲) بهرنیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او مرستیالانو همدارنګه  مرستندویو بنسټونو ۳۵ استازو په کې برخه لرله تېره ورځ پای ته ورسېد

ولسمشر د دې کنفرانس د وینا په برخه کې د افعان ملي لوبډلې ستاینه وکړه محمد اشرف غني په یاد کنفرانس کې وویلې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ډېر لږ وخت کې ډېر پرمختګونه کړي او هېواد ته یې ډېر ویاړونه راوړي دي،  غني همداراز وویلې  زمونږ د هېواد د پر مختګونه څخه یو پر مختګ د ملي لوبډلې ښه ځلېدل دي چې تاسې ته
په نړیواله کچه  ثابته ده

ولسمشر محمد اشرف غني په ډېرې خوښۍ سره په یاد کنفرانس کې د افغان ملي لوبډلې ستاینې وکړې غني ملي لوبډله ویاړ وباله چې اوس مهال د نړۍ په ټاپ ټین یا لس غوره لوبډلو په کتار کې ده.

غني په کنفرانس کې وویلې چې  افغان لوبډلې په ډېر لږ وخت کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ چې دا د کرېکټ په تاریخ کې ستر ویاړ و چې افغانستان ترلاسه کړ ولسمشر غني همداراز وویلې چې افغان کرکټ بورډ د کرېکټ په پرمختګ کې ډېر زیار باسي او هیله مند یم چې ملي لوبډله مو لا پر مختګونه وکړي.

 په دې وروستیو کې د افغانستان ملي لوبډلې  ډېر ویاړونه هېواد ته راوړي چې نړۍ ګوته په غاښ کړه افغان لوبغاړي په نړیواله کچه پېژندل شوي لوبغاړي دي چې د نړۍ په سترو تجارتي لیګونو کې لوبېږي.