fbpx

افتاب (۲۶) کلن شو

نن د افغان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي افتاب عالم د زوکړې (۲۶)مه کاليزه ده، هغه له نن څخه (۲۶) کاله وړاندې په کوزه پښتونخوا کې د کډوالۍ پر مهال زېږېدلی دی، اصلي ټاټوبی يې ننګرهار دی. مشر ورور يې (تاج ملوک) د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی و، دوه نور ورونه يې (هستي ګل عابد او کريم صادق) د ملي لوبډلې لوبغاړي پاتې شوي دي.

افتاب عالم د لومړي ځل لپاره پر (۲۰۱۰م) کال د کاناډا پر وړاندې په ملي لوبډله کې راڅرګند شو، تر دا مهاله يې (۲۰) نړيوالې يوه ورځنۍ سیالۍ کړې دي چې (۲۷) لوبغاړي يې سوځولي.

د دې ترڅنګ افتاب د خپل هېواد په استازولۍ (۱۲) نړيوالې شل اوريزه سيالۍ کړې دي چې (۱۱) لوبغاړي يې سوځولي دي.