سږ کال خوست ته کمه انکشافي بوديجه ورکړل شوې

د ولسي جرګې غړي او زورواکي په خوست کې د پراختیايي کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

په خوست ولایت کې  داقتصاد ریاست ریس انجینرحمیدشاه  وايي چې تېر ته په کتو سږکال دې ولایت ته کمه انکشافي بودیجه ورکړل شوې ده ، دوی وايي تېر کال اوه ویشت ملیونه ډالر ورکړل شوي وو او سږ کال اته سوه ملیونه افغانۍ بودیجه ورکړل شوې، د نوموړي په خبره، اختیاري او غیرې اختیاري بودیجه یو ملیارد (۳۶) ملیونه (۶) لکه (۸۱) زره افغانۍ ده.

حمیدشاه وايي په خوست کې (۵۳) نادولتي موسسې کار کوي چې دوه دېرش عملاً په کار بوختې دي او سږ کال (۵) ملیونه دوه سوه شپږ اویا زره درې سوه اتلس امریکايي ډالره نا اختیاري بودیجه مصرف شوې ده.

حمیدشاه وايي هر کال په سم ډول د بودیجې د نه مصرفولو لامل د دوه ګونو او یو ګونو مرکزونو نه همغږي ده او ډېری وخت وکیلان او زورواکان هم د دوی د کارونو پر وړاندې بودیجوي ستونزې رامنځته کوي.

د یادولو وړ ده چې د تیر کال په اوه  ویشت ملیونه ډالرو بودیجه کې دوه څلوېښت ملیونه افغانۍ د مرکزي حکومت په وخت د معلوماتو نه ورکول، زورواکانواو وکیلانو بېلابېلو مداخلو له امله مستردې شوې وي.