فريدون د چا استازی، د ننګرهاريانو که پاکستان؟

ليکوال : عبدالهادي مومند

د ګوشتې ولسوالي د ننګرهار ولایت هغه غرنۍ او سرحدي ولسوالي ده چې د ډېورنډ نامنلې کرښې ته څېرمه د پاکستان سره اوږده ګډه لانجمنه پوله لري چې پکې د مومندو غیرتي قوم درانه، پتمن، هېواد پاله او په پښتون ولۍ ميئن ولسونه اباد دي.

څرنګه چې د ګوشتې ولسوالي یوه سرحدي سیمه، او د پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه پرته ده نو له همدې امله پاکستان ته یو ارزښت لرونکې خاوره ده.

د طالبانو حکومت تر اخره پورې د ګوشتې ولسوالۍ سرحدات د کوزي پښتونخوا د مومندو د ګنداو سیمې پورې غزېدلي وو چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې یي د پاکستان پوځ د نیولو کوښښونه وکړل او په عملي توګه یې له ګنداو څخه مخ پورته د افغان خاورې د نیولو لپاره زرګونه پوځیانو د لویو وسلو سره د مومندو خاورې ته حرکت وکړو.

ښکاره خبره ده چې د دومره لویو قوتونو سره جنګ د دې بې وسه او بې څوکه قام په وس کې نه وو

نو همدا وه چې په لاره کې ورته ګڼ شمېر د حلیمزو او خویزو قومونو مشرانو خپلې وسلې وغورځولې او د مومندو خاورې ته یې په راتګ سره د پاکستاني پوځ هرکلی وکړو.

خو بلخواه د بایزو قوم غیرتي ولس د پاکستان دغه وسلوال حرکت افغان خاورې ته ونه زغملو او په ضد یې وسلوال پاڅون وکړو چې د دغه پاڅون مشري د خوګاخېلو قوم غیرتي مشرانو کوله چې په پایله کې د پاکستاني پوځ سره د ګوشتې ولسوالۍ دانارګي غاښي په کنډو کې نښته پیل کړه او پاکستاني پوځ ته یې د جنګ په ډګر کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړو چې پاکستانی پوځ یې شاه تګ ته اړ کړ او اجازه یې ورنکړه چې د پاکستان بیرغ د خوګاخېلو په خاوره ورپوي.

یادې جګړې ۵ ورځي د انارګي غاښي په کنډو کې دوام درلوده چې د پاکستان ظالمانه او بې رحمانه بمبارۍ په ترڅ کې د خوګاخېلو قوم ۵ ځوانانو ته مرګ ژوبله واړوله چې په پایله کې یې دوه غیرتي پشتنو د خپل سر قربانی ورکړه او درې تنه نور مرګوني ټپیان شول.

په دغه وژل شوو کسانو کې د یو تړاو د اله خېلو د کولک کلي سره وو چې ستار یې نوم وو او د دوهم تړاو د ازاد کور ګټو کلي سره وو چې د پلار نوم یي چمنی دی.

په ډاګه دي وې څرنګه چې د ګوشتې ولسوالۍ خوګا خېل قوم مشرانو له پخوانه د پاکستان پوځ پر ډیورنډ کرښه د میشت کېدو مخالفت کړی دی نو له همدې امله ورته په سیمه کې د ځېنو پاکستاني جاسوسانو لخوا خنډونه جوړ شوي دي چې له امله یې همدغه د پاکستان مخالفه د خوګاخېلو مشران دې خبرې ته اړ شوي دي چې خپله خاوره پرېدي او ړ پاکستان حکومت ته او یا هم د دغه هېواد استخباراتو ته تسلیم شي.

چې ښکاره بېلګه یې د هغه مشرانو ده چې رسماً د ډیورنډ هاغه غاړې ته په غلنۍ کې د پاکستان حکومت ته تسلیم شول چې د پاکستان حکومت لخواه نه ورته هرکلی او ویل شو.

د یادونې وړ ده چې د فریدون مومند ورور چندړ خان په هم دغه غلنۍ بیس کې د پاکستان استخباراتي ادارې آيې ایس آيې سره یوه مهمه دنده ترسره کوي.

بل لور ته بیا فریدون مومند د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی هم دی او د ډېورنډ په نامنلې اوږدہ پوله پروت مومند قوم په ساحو کې شخصي ملېشه هم لري.

په ډاګه دي وي چې په ننګرهار ولایت کې د بل هرې ولسوالۍ څخه زیاته ملېشه د ډیورنډ لانجمنې کرښې د ساتنې په موخه په ګوشتې ولسوالۍ کې پرته ده چې د ملېشو شمېر یې تر ۱۵۰۰ کسانو پورې رسېږي په یاده ملېشه میلونونه افغاني د دولت مصرف کېږي، خو بلخوا فریدون مومند همدغه ملېشه د پاکستان لپاره کاروي چې په سیمه کې هغه مشران او اشخاص پرې په نښه کوي چې څوک په ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګولو مخه نيسي.

دا په داسي حال کې ده چې د تېر یو کال راهېسي د پاکستان پوځ د ډېورنډ په نا منلې کرښه د ازغن تار لګولو کار پیل کړی دی چې د فریدون ملېشو یې په سیمه کې هېڅ کومه مخه نه ده نیولې.

د هغه مشرانو نومونه چې تازه د پاکستان استخباراتي ادارې ته یې تسلېمي ورکړې په لاندې ډول دي

د خوګاخېلو قوم پاکستان حکومت ته تسلیم شوي مشران:ملک حضرت الله،ملک خان سید،ملک ناصر او پکې ملک عبدالقادر هم شامل دی

د روان میلادي کال ۲۰۰۱۸ کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند په ګوشتې ولسوالۍ کې شخصي ملېشې جوړې کړې چې د دغه ملېشو مشران او قمندانان یې هغه خلک وګمارل چې ځينې یې په سیمه کې په شوکو، غلاو او د بې ګناه افغانانو په وژنو تورن دي او بعضې نور یې بیا د پاکستان جاسوسان دي چې په سیمه کې د هغه خلکو مخه نیسي چې څوک د پاکستان مخالفت او د خپلې خاورې دفاع کوي.

د ټرایبل نیوز خبریال په سیمه کې د هغه ولسي خلکو سره غږېدلی دی کوم چې د پاکستان حکومت او د فریدون ملېشو کډه کولو ته مجبور کړي دي.

“د فریدون مومند ملېشو په اړه د ولسي خلکو څرګندونې:

“فریدون مومند د ګوشتې ولسوالۍ خاوره پر پاکستان حکومت پلورلي ده او هغه ملېشي چې د ډېورنډ کرښې د ساتنې په موخه ګمارل شوې وې فریدون مومند د خپل بادار پاکستان خوشحالولو له پاره پ

ه سیمه کې وکارولې او پر ډېورنډ کرښه د ازغن تار لګولو په موخه یې پرې هغه ولسي خلک او مشران وځپل او سیمې پرېښودلو ته یې اړ کړل کومو چې خلکو نه غوښتل چې د پاکستان حکومت دې د دوی په خاوره کې ازغن تار ولګوي .

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکو په افغان حکومت غږ کړی چې فریدون مومند په ولسي جرګه د دغه ولسوالۍ استازی نه بلکې یو پاکستانی جاسوس دی چې د ګوشتې ولسوالۍ ټوله خاوره یې د پاکستان په حکومت وپلورله دوی وای د افغان حکومت نه جدي غوښتنه کوو چې په افغانستان کې دې د دغه پاکستاني جاسوس د فعالیتونو مخه ونیسي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com