راشد خان ارمان به ولسمشر شي

 

راشد خان ارمان هغه ۲۰ کلن افغان ځوان او د کریکټ د لوبې د ډګر یو ځلیدلی ستوری دی چې په کم وخت کې یې ټوله نړۍ حیرانه کړه او داسې تاریخ یې جوړ کړ چې د نړۍ مشران، حکومتونه او ملتونه یې افغانستان ته متوجه او ګوته تر غاښ کېښنول، تر دې چې په دې وروستیو کې په هندوستان کې په میلیونونو ځوانانو د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت وغوښتل چې راشد خان ارمان ته د هندوستان تابعیت ورکړي، خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په خپل ټویټر ولیکل چې د تابعیت ورکړه د هند د کورنیو چارو د وزیر کار دی.

دغه خبره په ټولنیزو رسنیو کې توده شوه، ولسمشر غني خبر شو او غبرګون یې څرګند کړ، نوموړي وویل: راشد خان چاته نه ورکوم ځکه چې نوموړی زمونږ د ملت او تاریخ ویاړ دی.راشد خان

ولسمشر غني ژور فکر او لید لري، نوموړي سوچ کړی چې لوبغاړي یواځې د خپلو ملتونو په استازیتوب لوبې نه کوي بلکې کولی شي د خپلو ملتونو مشرتوب هم وکړي، لکه څنګه چې عمران خان د کریکټ له ډګره راووت او اوس مهال د پاکستان لومړی وزیر دی، شونې ده چې راشد خان ارمان به هم د خپل محبوبیت، لاسته راوړنو او شهرت له مخې ۳۰ کاله وروسته د افغانستان ولسمشر شي.

دا هم ولولئ: ولسمشر داود خان ژوندى دى

ولسمشر غني ۱۷۰ ساتنې متره قد او ۷۲ کیلوګرام وزن لري او راشد خان ارمان بیا ۶۴ کیلوګرام وزن او ۱۶۸ ساتنې متره قد لري. دواړه د افغانستان لپاره کار، مبارزه، خدمت او هڅې کوي. یو یې د ناکامو دولتونو د کامیابۍ په راز ښه پوهیږي او نړیوال علمي شخصیت دی او بل یې د ملتونو په خوشحالۍ پوهیږي چې په سیمه او نړۍ کې خاص مقام لري.

د نړۍ ډیر پيژندل شوي شننونکي وايي چې ولسمشرغني د نړۍ تر ټولو سخته دنده مخ ته وړي، ځکه د یو داسې هېواد مشري کوي چې جګړو ځپلی او د یوې نړیوالې لوبې په مرکز بدل شوی دی.

نوموړی ۶۹ کلن دی د شپې تر ناوختې خپل دفتر کې پاتې کیږي او ملي هدف یې دا دی چې افغانستان کې روان بحران پای ته ورسوي او هغه ارمانونه پوره کړي چې ولسمشر شهید سردار محمد داود خان او غازي امان خان درلودل.

ولسمشرغني وايي چې غازي امان الله خان او شهید سردارمحمد داود خان په شلمه پیړۍ کې افغانستان ته ستر کارونه کړي او داسې بنسټونه یې ایښي دي چې اوس هم افغان ملت پرې ویاړي او د خوښۍ احساس کوي، نوموړی زیاتوي په روانه یوویشتمه پیړۍ کې مونږ مسوول یو چې اېښودل شوي بنسټونه تکمیل او داسې څه ملت په میراث پریږدو چې خلک زمونږ په اړه وروسته ښه قضاوت وکړي.

د ولسمشرغني یو نږدې همکار وایي: ولسمشر هغه وخت د زیاتې خوښۍ احساس کوي چې د ابادۍ ډبره ږدي او یا په داسې کار باندې بوخت وي چې د مملکت د اقتصادي ودې او سوداګرۍ لپاره ګټور وي.ولسمشر غني

دغه سرچینه زیاتوي: یوه ورځ ولسمشر د شپې ناوخته د خپلو لوبغاړو د یوې نړیوالې لوبې ننداره کوله، لوبه ډیره ښه روانه وه، هر افغان لوبغاړي داسې لوبه وکړه چې نړۍ یې حیرانه کړه، دې لوبه کې راشد خان ارمان تر ټولو ښه وځلید، د لوبې په لیدو سره سپین ږیري ولسمشر اوښکې تویې کړې او له ځان سره یې وویل، که افغانان په هره برخه کې د دې لوبغاړو په شان زحمت وباسي او تر یوه بیرغ لاندې لاسونه سره یو کړي، افغانستان به د نړۍ په یوه پرمختللي، متمدن او مترقي هېواد بدل شي.

واقعیت دی که له یوې خوا د ولسمشر غني په دې دوره کې د ټاپي او کاسا زر او یو شمیر نورو لویو پروژو کارونه پیل شول، نو بل لوري ته همدې دوره کې راشد خان ارمان هم افغانستان ته سترې بریاوې راوړې.

یو شمیر نړیوالو سازمانونو راپور ورکړی چې ولسمشر غني د افغانستان جوړونې لپاره بنسټیزې هڅې پیل کړي دي چې دوام او ملاتړ یې کولی شي دغه هېواد کې شته ناخوالې تر ډیره بریده پای ته ورسوي.

ولسمشر غني د جنیوا په وروستي کنفرانس کې نړیوالو ته ویلي: چې افغانستان د خیرات ځای نه دی بلکې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه د پانګونې لپاره مناسب او غوره ځای دی، نړیوال کولی شي په افغانستان کې په هر سکتور کې پانګونه وکړي چې حکومت په دې برخه هراړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

ليکوال : بریالی روان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com