fbpx

په ټي ټين سيالیو کې څلور لوبډلې دويم پړاو ته لاړې

د ټي ټېن سيالۍ چې په عربي اماراتو کې ترسره کېږي ګروپي لوبې يې پای ته ورسېدې چې له (۸) لوبډلو څخه يې (۴) لوبډلو دويم پړاو ته لار پيدا کړه. ټولو لوبډلو په لومړي پړاو کې (۶-۶)سيالۍ ترسره کړې چې بشپړ حال يې په لاندې ډول دی:

دويم پړاو ته تللې لوبډلې:

۱- نارترن ويريرز: دې لوبډلې پنځه سيالۍ وګټلې او يوه يې وبايلله، چې له لسو نومرو سره د نوملړ په سر کې ځای لري.

۲- پښتون: دې لوبډلې څلور سيالۍ وګټلې او دوه يې وبايللې ، چې له (۸) نومرو سره په نوملړ کې دويم مقام لري.

۳- مراټا عربينز: دې لوبډلې درې سيالۍ وګټلې او درې يې وبايللې ، چې له (۶) نومرو سره په نوملړ کې درېيم مقام لري.

۴- بنګال ټايګرز: دې لوبډلې هم درې سيالۍ وګټلې او درې يې وبايللې ، چې له (۴) نومرو سره په نوملړ کې څلورم مقام لري.

له سياليو څخه بهر شوې لوبډلې:

۱- پنجابي لېجنډز: دې لوبډلې هم درې سيالۍ وګټلې او درې يې وبايللې ، چې له (۵) نومرو سره په نوملړ کې د کم رنرېټ له امله پنځم مقام لري.

۲- راجپوتس: دې لوبډلې دوه سيالۍ وګټلې،  څلور يې وبايللې او په يوه سيالۍ کې يې يوه نومره واخيسته، چې له (۵) نومرو سره په نوملړ کې (۶) مقام لري.

۳- کېرالا نايټس: دې لوبډلې هم دوه سيالۍ وګټلې، څلور يې وبايللې.

۴- سينديز: دې لوبډلې بيا يوازې يوه سيالي وګټله.

سبا به درې سيالۍ ترسره شي چې د لومړۍ سيالۍ ګټونګې به د دويمې سيالۍ بايلونکي سره د پايلوبې تګ لپاره سيالۍ ترسره کوي، د دويم لوبې ګټونګې لوبډله به راساً پايلوبې ته ځي.