نن د کرکټ نړیوالې شورا( ICC )ویپاڼې باندې یو راپور پورته شوی چې پکې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د راتلونکو لوبو کره نېټه اعلان شوې ده د یادو لوبو خبر په یو بل معتبر ویبسایټ کرېکنفو کې هم خپور شوی دی .
په دې خبر کې راغلي چې افغانستان به داځل په خپل کوربه توب د هند دهرادون ایالت، راجف ګاندي لوبغالی کې راتلونکې ( ۲۰۱۹) کال فبروۍ میاشت کې د آیرلینډ سره ټول ټال (۹) سیالۍ ترسره کړي چې په دې سیالیو کې به افغانستان یوه ټېسټ سیالۍ هم و لري همداراز پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې هم د ایرلینډ سره لري.
د یاد لوبو شل اوریزه سیالۍ به د فبرورۍ په (۲۳) مه نېټه پیل شي دویمه سیالي به یې د فبروۍ په (۲۴) مه نېټه او دریمه شل اوریزه لوبه به د همدې میاشتې پر( ۲۶) مه نېټه ترسره شي.
په دې سفر کې به د یو ورځنیو لوبو د پیل لوبه د مارچ پر(۲)مه نېټه ، دویمه لوبه به د مارچ (۴) مه دریمه یو ورځنۍ لوبه د مارچ به په( ۷) مه نېټه څلورمه لوبه به د مارچ پر (۹) او پنځمه وروستۍ لوبه د مارچ په( ۱۲) مه نېټه ترسره شي.
افغانستان به خپله دویمه تاریخي ټېسټ لوبه هم په همدې سیریز کې د آیرلینډ خلاف ترسره کړي د دې لوبو وروستۍ ټېسټ سیالي به د مارچ پر (۱۷) مه نېټه پیل شي او تر( ۲۲) مې نېټې به پای ته ورسېيږي.
د یادونې وړده چې افغانستان او آیرلینډ تېر کال په یوه ورځ فولممبر د ټېسټ لوبو کولو غړیتوب یا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی و او دواړو لوبډلو
افغان ملي لوبډلې لومړنۍ ټیسټ لوبه د هند خلاف او ایرلینډ ملي لوبډلې د پاکستان خلاف بایللې وه.