پاکستان باید د امریکا باور بېرته خپل کړي

امریکا یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د دوی باور دې بېرته خپل کړي او له امریکا سره دې د صادقانه چلند ګامونه پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرت پالادینو په یوه خبري غونډه کې ویلي، د پاکستان اوسني اقدامات کافي نه دي او که غواړي د امریکا باور بېرته لاسه کړي، باید ډېر څه وکړي او له امریکا سره صادقانه ګامونه پورته کړي.

هغه د پاکستان او هند تر منځ نوې پرانستې لار ته په اشارې ویلي، دا یو ښه اقدام دی، خو د پاکستان دغه ډول اقدامات کافي نه دي، ځکه پاکستان له امریکا سره کلونه کلونه دوه مخی چلند کړی.

پالادینو دا هم ویلي، چې امریکا دمګړۍ له پاکستان سره د خبرو او مذاکراتو کوم پلان نه لري او پر دغه هېواد یې میلیونه ډالر مرسته بنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د نړیوالو باور خپل کړي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې صادقانه چلند وکړي.

امریکا پر داسې مهال پر پاکستان دغه غږ کړی، چې په وروستیو کې یې له امریکا سره اړیکې ترینګلې شوې او امریکا پرې ګڼې مرستې بندې کړې دي.