یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

کاپیسا ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې خو طالبان وايي، دغه چورلکه دوی ویشتې.

د کاپیسا د ولایتي شورا  غړی محمد حسین سنجني ویلي پېښه پرون د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه چورلکې سیمې ته د عملیاتو په موخه کمانډو ځواکونه لېږدول، خو د تخنیکي ستونزې له امله یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې.

د هغه په وینا په دقیق ډول چورلکې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه د تګاب بدراب سیمه کې ناسته کړې او اوس د پوځ ځانګړي ځواکونه د هغې په جوړولو بوخت دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه چورلکه دوی ویشتې او راغورځولې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خبریال ډاټ کام ته ویلي چې د امریکايي ځواکونو یوه چینوک چورلکه چې د عملیاتو لپاره یې امریکايي سرتېري لېږدول غورځول شوې او کېدای شي ټول سپاره سرتېري په کې وژل شوي وي.