په پنجشېر کې د ګېلاس د مېوې ۳۷۰ نوي باغونه جوړېږي

ځایي مسؤلین وایي چې په پنجشېر ولایت کې د ګېلاس ۳۷۰ نوي باغونه جوړېږي.

د پنجشېر د کرنې ادارې مشر محمد رؤف یعقوبي وایي، په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی چې د دې کمپاین په لړ کې د دغه ولایت په ۳۷۰ جریبه ځمکه او اتو اداري واحدونو کې د ګېلاس باغونه جوړېږي.

د نوموړي په خبره، په دغو باغونو کې ۱۶ زره او ۵۰۰ د ګېلاسو نیالګي کېنول کېږي چې د کرنې وزارت له لوري ورته دوه میلیونه ۲۷۷ زره افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.

ښاغلی یعقوبي وایي چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت له لوري د پنجشېر ولایت له ۵۰۰ جریبو په زیاته ځمکه د ګېلاس باغونه جوړ شوي دي.

د پنجشېر د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت د ټول هېواد په کچه ښه ګېلاس تولیدوي چې خلک ‌یې له دې درکه ښه عاید هم تر لاسه کوي

پنجشېر ولایت د ګیلاسو باغونو ترڅنګ د افغانستان یو په زړه پورې ولایت دی چې د ټولو ولایتونو خلک د یاد ولایت د غرونو لمنو سیندونو لیدلو لپاره راځي   پنجشېر ځیني سیمي ډېر ښایست لري چې خلک ورته جشنونو میلو لپاره وخت ناوخت راځي.

یاد ولایت ډېر یخ دی چې له تودو ولایتونو څخه ځیني کورنۍ د څو ورځو تېرولو لپاره پنجشېر ته راځي چې تر ډېره د غرونو په لمنو کې په ارامې فضا کې اوسېږي.

په دې ولایت کې سوداګرو هم پانګونه کړې چې په یخو درو کې ځانګړي هوټلونه د اوسېدو ځایونه د ساتېرۍ اوبو حوزونه جوړ کړي چې ډلې ډلې خلک یې لیدلو لپاره راځي او سوداګر ترې پیسې ترلاسه کوي.

پنجشېر ولایت د افغانستان له ښایست لرونکو ولایتونو څخه دی د یاد ولایت اوسېدونکو خبریال خبري ویپاڼې ته وویل: 
(چې پنجشېر ولایت خدایې ښایست لري او له حکومته غواړي چې د دې ولایت ښایست لرونکو سیمو ته د سړکونو غځول، دلته پانګونه وکړي ترڅو دولت ترې عاید ترلاسه کړي او خلکو ته باید د تفریح برابرولو ځایونه جوړ شي  ).

د یاد ولایت اوسېدونکي له حکومته خوښ دي چې په دې ولایت کې پانګونه وکړه   او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دې لاهم نوره پانګونه وکړي.