خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی

راپورونه وايي ، چې پاکستان ته د طالبانو  قطر دفتر پلاوی د رسېدو سره سم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هم دغه هېواد ته رسېدلی دی.

خلیلزاد اسلام آباد ته رسېدلی او ټاکل شوې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

خلیلزاد پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې تر دغه وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دفاع وزیر جیمز متیس له پاکستان غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې په جدیت سره همکاري وکړي.

ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په یوه لیک کې ویلي، چې افغانستان ورته لومړیتوب لري او پاکستان ته پکار ده چې په دې هېواد کې د سولې او جګړې د پای ته رسېدو له پاره طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې که پاکستان د امریکا باور تر لاسه کول غواړي باید د افغان سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې اسلام آباد ته د خلیلزاد تر رسېدو وړاندې د طالبانو د قطر دفتر یو اووه کسیزه پلاوی هم پاکستان ته رسېدلی تر څو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

دا خبره د قطر دفتر غړو برېتانوی ډیلي تېلګراف ورځپاڼې ته د پخلي تر څنګ ویلي، دغه سفر د طالبانو لپاره خورا مهم دی او په دې لړ کې بر پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.