fbpx

مسؤلین: ناسم امنیتي وضعيت په غزني کې اقتصادي فعالیتونه درولي

د غزني د کرنې ریاست وایي چې د ناسم امنیتي وضعيت له امله په دغه ولایت کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

د یاد ولایت د کرنې مشر عبدالمتین قلندري نن سې شنبه رسنیو  سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې سره له دې چې غزني د اقتصادي فعالیتونو مرکز ګڼل کېږي، خو اوس نا امني په دغه ولایت کې د بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو او کارونو په وړاندې خنډ ده.

ښاغلی قلندري وایي، پخوا د غزني ولایت ۷۰ سلنه خلک په کرنه بوخت وو، خو اوس هلته ۱۰ سلنه خلک هم کرکېله نه‌شي کولای.

نوموړی وايي، غزني درېیو هېوادونو ته د نړۍ په کچه د لومړۍ درجې الوبخارا صادرات لرل، خو اوس په دې برخه کې صادرات نه‌لري.

د غرني ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې په څو ورځنۍ جګړه کې له ۸۰۰ زیات دکانونه او له ۳۰۰ زیات مارکېټونه وسوځول شول چې خلکو ته په‌کې مالي تاوانونه واوښتل.