fbpx

ملګري ملتونه نن د بندو دروازو تر شا د ایران په اړه بحث کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې د ایران له خوا د توغندیو د وروستۍ ازموینې په اړه بحث وکړي.

واشنګټن او متحدانو یې دا ازموینه د امنیت شورا له پريکړه لیکه چې ۳ کاله مخکې تصویب شو، سرغړونه بللې.

امنیت شورا دا غونډه په داسې حال کې پلان کړې چې د ایران د توغندیو د پروګرام په اړه اندئښنې په زیاتېدو دي.

د روانې اوونۍ په پیل کې فرانسې د ایران د توغندیو دا ازموینه پاروونکې او د بې ثباتۍ لپاره عمل وباله او ویې ویل چې دا اقدام یې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه لیک سره سمون نه لري.

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم دا ازموینه د پارونې، ګواښ او تخلف عمل وباله او د دې ازموینو د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

له دې مخکې د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک له اروپایي ټولنې غوښتي وو چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام په نښه کړي او نوي بندیزونه پرې ولګوي.

ښاغلي هوک د ایران دا پروګرام ډېر خطرناک وباله