نامعلومو وسله‌والو په پېښور کې یو خبریال په ډزو وژلی

نامعلومو وسله‌والو د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د یوه ځايي ټلوېزیون خبریال په ډزو وژلی او انځور اخیستونکی یې ټپي کړی دی.

د پېښور ښار د پولیسو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د دغه ښار په رېنګ روډ سیمه کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې د (رایل) ټلوېزیون خبریال نورالحسن وژل شوی او انځور اخیستونکی ملګری یې ټپي شوی دی.

د خېبر پښتونخوا صوبې د پولیسو مشر صلاح‌الدین محسود د وسله‌والو له‌خوا د خبریال نورالحسن د وژنې د پېښې په اړه له اړوندو ادارو یې د څېړنو غوښتنه کړې.

له بلې‌خوا بیا په خېبر پښتونخوا کې د خبریالانو د اتحادیې (خیبر یونین اف ژرنالېسټس) چارواکو په پېښور کې پر خبریال نورالحسن د برید غندنه کړې او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې ګامونه پورته کړي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې وسله‌وال په خېبر پښتونخوا کې پر خبریالانو برید کوي.

تر دې مخکې په اکټوبر میاشت کې هم د خېبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې یو ځايي خبریال سهیل خان د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی و.