fbpx

د جورج اېچ ډبلیو بوش مړی پرون دوشنبه واشنګټن ته ورسېد

د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش مړی پرون پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ورسېد او په پام کې ده چې له ښخولو مخکې د رسمي مراسمو لپاره هلته وساتل شي.

د امریکا دغه یوڅلوېښتم ولسمشر د ۹۴ کلونو په عمر د جمعې په ورځ په تکزاس کې مړ شو.

د هغه مړی به د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په پنځمه د واشنګټن په لویه ملي کلیسا کې د بهرنیو مېلمنو او د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون، له رسمي مراسمو وروسته خاورو ته وسپارل شي.

په دې مراسمو کې به د ده زوی، پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم حاضر وي، خو وینا به ونه کړي.

د جورج بوش مړی به د پنجشنبې په ورځ هیوسټن ته ولېږدول شي او بیا به د ده د مېرمنې باربرا او لور روبین ترڅنګ چې په څلور کلنۍ کې د وینې د سرطان له کبله
مړه شوه، خاورو ته وسپارل شي.

جورج اېچ بوش چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جنګي الوتکې پیلوټ و او په اویایمو کلونو کې یې د CIA د مشر په توګه دنده ترسره کړه، د بل هر ولسمشر په پرتله اوږد ژوند وکړ.