fbpx

د سرپل والي: که کابل مرسته ونه‌کړي، صیاد سقوط کولای شي

د سرپل والي وايي، که کابل مرسته ونه‌کړي، د صیاد ولسوالۍ سقوط کولای شي.

والي عبدالقادر اشنا، نن سې شنبه د ډسمبر ۴مه ، رسنیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د صیاد ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه چې تر سهاره روانه وه.

په‌دې حمله کې د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي هم ووژل شول.

والي وویل چې وسله والو طالبانو په صیاد کې د ملي اردو یوه او د ملي پولیسو دوه پوستې ونیولې او اور یې ور واچاوه.

د سرپل د والي په وینا، د صیاد ولسوالۍ سقوط به د سرپل امنیت کمزوری کړي.

هغه د وویل چې د سانچارک ولسوالۍ هم له خطر سره مخامخ ده.