fbpx

  ړندوبمباریو اوشپني چاپو ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې

  ړندوبمباریو اوشپني چاپو ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې

له نژدې یوې میاشتې راهیسي چې دژمي سړه هوا راپیل شوې افغان ځواکونو اوبهرني قواؤ دهیواد په ګڼو ولایتونو کې شپیني چاپې او بمباردونه پیل کړي چې ورسره مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

په دې وروستیو کې دپکتیا،پکتیکا اوننګرهار له خونړي پيښو راوروسته په هلمند کې هم  یوه هوايي برید  نهه ویشت ښځې، ماشومان په بې رحمه ډول شهیدان کړل.

په ورته مهال په لوګر کې هم ګډو عملیاتو په دوران کې ملکي وګړي له کورونو را و ایستل اوشهیدان کړل شو،خلکو لادننګرهار کابل خونړې پيښې نه وې هیرې کړې چې په یادو ولایتونوکې ډلیزه ملکي وژنې راپیل شوې .

په پکتیکا اوځینو ولایتونو کې لاریونونه وشول، چې  ګډو ځواکونو خپل وحشت ته دوام ورکړ او بیا یې هم په غزني کې درې او د پکتیا په زرمت کې ۱۲ بې ګناه کلیوال چې ماشومان هم پکې وو، په نیمه شپه په خپلو کورونو کې ووژل.

په دې اړه دهیواد یوشمیرمخور شخصیتونو ،علماؤ کرامو او چارواکو خبر ورکړی چې که کډځواکونه لارنور هم ورته عمل ته دوام ورکړي ،نورلیرې نه ده چې خلک به دوسله والوطالبانو لاس نیوی وکړي اودافغان حکومت په وړاندې  به راوپاڅیږي.