پاکستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه نه دي اخیستی

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته نومول شوی امریکايي جنرال کېنېټ مک کنیزي وايي، په افغانستان کې د اوږد مهالي ثبات لپاره د پاکستان همکاري اړینه ده، خو تر اوسه یې هېڅ عملي ګامونه نه دي اخیستی.

جنرال کنیزي دغه  څرګندونې د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته د پوښتنو په ځوابونو کې کړې.

نوموړي په دغه ځوبونو کې ویلي پاکستان کولی شي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اسانتیا برابره کړي خو تر دې مهاله داسې نه ښکاري، چې ګنې دغه هېواد دې پر افغان طالبانو له خپل ټول نفوذه کار اخیستی وي، څو دا ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي.

دغه امریکايي جنرال زیاته کړې امریکا ګوري، چې طالبان غواړي د هندوستان په وړاندې ترې د محافظ کار واخستل شي او که د یوه باثباته او پخلا شوي افغانستان برخه ګرځي.

بل خوا هغه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې نه باید ځواکونه له افغانستانه وایستل شي.

جنرال کنیزي ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالات باید له افغان ځواکونو سره نور کار هم وکړي تر څو د هغوی استخدام، روزنه او عملیات نور هم ښه شي.