ناټو: روسیه او ایران د افغان سولې ملاتړ وکړي

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو د سیمې د هېوادونو په ګډون له روسیې او ایران هم تمه لري، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه خبرې کولې وویل، چې ناټو او غړي هېوادونه یې د افغانانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د هغه په وینا ناټو له افغان سرتېرو سره د ښوونې، مشوور او مرستو لارې هڅه کوي په افغانستان کې ستونزې د یوه سیاسي حال لارې حل شي او دغه هېواد کې سوله ټینګه شي.

د ناټو مشر زیاته کړې دوی د روسیې او ایران په ګډون له ټولو سیمه ییزو قوتونو څخه تمه لري، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپل اغېز لرونکی رول ادا کړي.

په ورته وخت کې هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې په اړه د خبرو مېز ته کېني، ځکه د ده په وینا طالبان به د جګړې په ډګر کې هېڅ وخت بریالي نه شي.

د هغه په وینا ناټو د افغانانو د امنیت او ساتنې په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږي او نه غواړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستانو په خوندي ځای بدل شي.